قامي اتحاد: د يوې پرمختللې ټولنې ضامن
سريزه
قامي اتحاد د يوې ټولنې د پرمختګ، امن، او خوشحالۍ لپاره بنسټيز ارزښت لري. يوه ملت هغه وخت پرمختګ کولی شي چې ټول وګړي يې د يو والي احساس ولري او د ګډو مښو لپاره کار وکړي د قامي اتحاد نشتون يو ملت له دننه کمزوری کوي او پرمختګ يې له خنډونو سره مخ کوي
د قامي اتحاد اهميت
اجتماعي همغږي: قامي اتحاد د ټولنې مختلف قومونو ژبو او مذهبونو ترمنځ درناوی او همکاري رامنځته کوي، چې د ټولنيز عدالت بنسټ دی
سياسي ثبات: متحد ملتونه د سياسي اختلافاتو د حل لپاره غوره لارې مومي، چې دا په خپله د پرمختګ سبب کېږي
اقتصادي پرمختګ: کله چې ملت متحد وي، اقتصادي پرمختګ ته زمينه برابروي ځکه چې ګډې موخې ټولنيزې هڅې منظموي
نړيواله پېژندګلوي: قامي اتحاد ملت ته په نړيواله کچه وقار او درناوی ورکوي، او دوی ته په مهمو پرېکړو کې کردار ورکول کېږي
د قامي اتحاد خنډونه
لساني او قومي تعصبونه: د قومونو او ژبو پر بنسټ تعصب د ملت په منځ کې درزونه پيدا کوي
فرقوي اختلافات: د مذهب په نامه اختلافات د ملت همغږي له منځه وړي
اقتصادي بېعدالتي: د ټولنې د غريبو او شتمنو تر منځ توپير د بېاعتمادي سبب ګرځي
سياسي لانجې: د سياستوالو شخصي ګټې اکثراً د ملت د ګډو ګټو پر وړاندې خنډ جوړوي
د قامي اتحاد د پياوړتيا لارې چارې
تعليم: د خلکو ترمنځ د يو والي او ورورولۍ د احساس د رامنځته کولو لپاره د تعليم او پوهاوي وده اړينه ده
مساوات او انصاف: په ټولنه کې د عدالت تامين د قامي اتحاد لپاره بنيادي شرط دی.
ګډې موخې:د ملت د پرمختګ لپاره بايد داسې موخې وټاکل شي چې ټول قومونه پرې باور ولري او د هغو لپاره ګډ کار وکړي.
د ځوانانو رول: ځوانان د ملت ستر قوت دی د دوی د ښې روزنې او ملاتړ له لارې قامي اتحاد پياوړی کېدای شي
پايله
قامي اتحاد د هر ملت د بريا او پرمختګ اساس دی. که يو ملت غواړي چې په نړيواله کچه پرمختګ وکړي او د ځان لپاره يو ښه راتلونکی جوړ کړي، نو بايد قامي اتحاد ته لومړيتوب ورکړي. په دې حساسو حالاتو کې، د هر وګړي ذمه واري ده چې د خپلې ټولنې او ملت د اتحاد لپاره خپل رول ترسره کړي
مياں اخترراز باچا